دوهزار وچهارده!؟؟
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

دلته په افغانستان کې دننه دوه زره څوارلسم، هم هغه بلا ده چې نه چا ليدلي او نه يې چاته شکل، مخ او څيره معلوميږي، دغي بلا خپله څيره نه ده ښکاره کړي، د خلکو په ذهن کې يې خطرناک او ډارن تصور ترسيم شوی دی.

زما په آند دوهزار چهارده، هغه تندر دی، چي په رارسيدو يې په خلکو هیڅ هم ونشول، هغه اسماني لويه ډبره ده چي هیچا هم ونه ليدله، او بالاخره هغه قيامت دی چي يو کس يې هم مړ نه کړ.

دوهزار چهارده هسي يو ويرونکی خيالي تصور دی چې د بهرنيانو له خوا څخه د خپلو ګټو او خپلو اهدافو ته د رسيدو له امله يې د خلکو اذهان ګډ وډ کړی، او دوهزاره چهارده يې ناليدلې بلا ترسيم کړي ده.

ډير ماشوم وم، په خبرو لږ لږ پوهيدم، د ښه او بد تفکيک هم راته ګران وو، دمشرانو له خولي چې په هيواد کې امن او امان وو، هرڅه سم روان وو، يواځي په کابل کې د اخوانيانو او کمونستانو تر منځ کش مکش وو، او يوه ډله هم واکمنه نه وه.

په کليو او بانډو کې اوازه شوه، چې د شپږو مياشتو له پاره د کور له پاره خوراکې او اړين لومړني مواد واخلۍ، ځکه چې شپږ مياشتي به خلک له کورنو څخه نه شي وتلای، توره شپه به وي، لارې به بندې وې، بازارونه به بند وې، تجارت او معاملات به په ټپه ولاړ وي، داسي ويل کيدل چي سپوږمۍ او يا لمر به تندر نيسي (خسوف او يا کسوف).

مشران وايې چي خلک ډير وارخطا ؤ، د پيسو نيستي وه چا چې هرڅومره وس درلود په هغه اندازه يې د کورونو لومړني خوارکې او اړين مواد چمتو کړل.

کله چې ټاکلي نيټه راورسيدله، خلک ټول د ويري او ډار په حالت کې منتظر وو چې ورځ ختميږي او سپينه ورځ به تياره کيږي، او دا يو الهي عذاب دی، چي د مسلمانانو د ګناهونو له امله رانازل کيږي. په کلي کې چي چا ساعت درلود هغوی د ساعت ستني ته کتل، او په کلي کې چې کوم يوه راډيو درلودله، کليوال يې د راډيو شاوخوا را ټول وو چې نوی خبر او لازمي لارښووني د همدي تندر او توري شپي له بلا څخه د ځان ساتلو له پاره واوري.

هيڅ هم ونه شول، همهغه شپه او ورځ په نورمال حالت راونه وه، ساعت يا نيم ساعت هغه هم د دوی له ټاکلي نيټي وروسته يوه ورځ لمر لږ تياره ښکاره کيدی، خلکو عبادتونه کول او الله ج ته يې فرياد کاوو چې د دوی  دګناهونو له امله چې الله ج دغه مخلوق (لمر) په عذاب مبتلا کړی، ياالله! ته يې له دي عذاب څخه خلاص کړي.

کلونه وروسته بيا اوازه او ګنګوسي وي چې له اسمان څخه يوه لويه ډبره راوليږي، د را لويدلو ځای يې هم معلوم نه دی، خو په  افغانستان کې دی.

خلک چې رسنيو ته يې لاسرسی نه درلود، د حالاتو په اړه خبريدل لويه ستونزه وه، ټلفون، ټلويزون، انټرنيټي اسانتياوي نه وي، نه پوهيدل چې ددغه افت څخه څه ډول ځانونه خلاص کړي، او کومي سيمي ته ولاړ شي. ځکه چې د خټو په کوټو کي هم په امان نه شي پاتي کيدلای.

بيا هم چې په کليو او بانډو کې به کوم نسبتا شتمن کور راډيو درلودله هلته به ټول د راډيو د پښتو خپروني او خبرونو پر مهال را ټول وو او ددي خبري انتظار به يې کاوو چې د اسمان څخه د را لويدونکي ډبري د ځای او را لويدلو په اړه يې معلومات واوري.

چي کله هم هغه د ډبري د را لويدلو وخت او اټکل شوي نيټه راورسيدله، کليوال او په صحراکې اوسيدونکي خلک په ډار او ويره کې وو، چي همدغه د ډبري رالويدل ددوی له پاره قيامت دی، ځکه له کورنۍ سره به ټول ختميږي.

هيڅ هم ونه شول، نه چا لويه اسماني ډبره وليدله او نه هم ددوی له پاره قيامت شو.

څه مود وړاندي خو نږدې نيمه نړۍ له يوه اټکل شوي قيامت څخه ژوندي راووتل، دمنځنۍ امريکا د مايا قبايو په سوونو کلونه مخکې نظر ورکړی وو چې د ۲۰۱۲ د ډسمبر پر ۲۱مه به قيامت وي او د ژوند ورستنۍ ورځ به وي.

داهم ويل شوی وو چې ځيني ځانګړي ځايونه  شته چې که هلته خلک ځانونه ورسوي، نو د قيامت څخه به په آمان وي او ژوندي به پاتي شي.

د همدې اټکل شوي قيامت څخه مخکې په امريکا، اروپا او ځانګړي ډول روسيه او ځينو نورو هيوادونو کې ځينو ساده او ناپوهو کسانو خپل جايدادونه خرڅ کړل، خپلي شتمنۍ يې سره راټولي کړي، او مخکي له دي چې قيامت را ورسيږي، په را ټول کړل شوو پيسو يې ښې ميلې وکړي، په لوکس هوټلونو کې له خپلو محبوبو سره شپي، په پارکونو کې چکر وهل، او نړيوالو د سيل او ساعت تيري ځايونو ته يې سفرونه وکړل.

داسي هم وشول چې په روسيه کې د يو نفر ځای تر ۱۵۰۰ ډالرو په لوړه بيه خلکو ته ورکول کيدی، ځکه ددوی په آند چې يو د قيامت څخه د خوندي ځایونو څخه همدغه ځای هم دی.

د قيامت ورځ را نږدې شوه، هغه خلک چې دغه ورځ يې د دنيا اخرني ورځ بلله، وارخطا او بې هوښه ښکاريدل، د نړۍ هغه خلک يې هم په تشويش کې اچولي وو چي اصلا يې ددغي ورځي پر قيامت باور نه درلود، ورسره يې هغه خلک هم په تشويش کې کړي وو چي اصلا قيامت نه پيژني او نه هم د قيامت په ورځ باور لري.

ټاکلي نيټه راورسيدله، د همدي ورځي پر قيامت باور کوونکو يې په پوره ويره او ډار سره انتظار ايست، او د قيامت له پاره يې شيبي او لحظي شمارلي.

هيڅ هم ونه شول، د اټکلي قيامت ورځ راورسيدله، هغه خلک چې په روسيه کې يې په خوندي ځای کې د سړي سر  تر ۱۵۰۰ ډالرو پورته پناه اخستي وه، هغوی هم ژوندي پاتي شول، او دافريقا په دښتو کې د لوخو او وښو په جونګړو کې اوسيدونکي کورنۍ هم ژوندۍ پاتي شوي.

دلته په افغانستان کې دننه دوه زره څوارلسم، هم هغه بلا ده چې نه چا ليدلي او نه يې چاته شکل، مخ او څيره معلوميږي، دغي بلا خپله څيره نه ده ښکاره کړي، د خلکو په ذهن کې يې خطرناک او ډارن تصور ترسيم شوی دی.

زما په آند دوهزار چهارده، هغه تندر دی، چي په رارسيدو يې په خلکو هیڅ هم ونشول، هغه اسماني لويه ډبره ده چي هیچا هم ونه ليدله، او بالاخره هغه قيامت دی چي يو کس يې هم مړ نه کړ.

په کابل او د هيواد په لويو ښارونو کې د دوه زره څوارلسم د راتګ دومره ويره خوره ده چې په د افغانانو پر ټولو کورنيو او بهرنيو معاملو يې اثر کړی دی.

يو ملګري راته ويل چې په کندهار کې د غاښونو ډاکټر ته د غاښ ډکولو له پاره ورغلم، د ډاکټر هغه ځانګړي چوکۍ چي مریض د غاښ ډکولو او يا غاښ کښلو په وخت کي پري کښينوي، هغه ډيره زړه وه، او ډيره پخوانۍ راته ښکاره شوه.

د غاښونو ډاکټر ته مي وويل چې ډاکټر صاحب! دا چوکۍ خو نوي کړه، يوه ښه او سمه چوکۍ دلته کيږده چي مريضان هم په استراحت وي او تاسي ته هم کار اسانه وي.

د غاښونو ډاکټر وويل چې دوهزاره چهارده را روان دی، ليونی خو نه يم چي پیسي پر چوکۍ ورکړم.

زما يو بل ملګری چي هغه هم په کندهار کي اوسيږي، کال وړاندي يې کور جوړ کړ، ښې ډيري پیسې يې پري مصرف کړي، څو مياشتي مخکې يې راته ويل چې لويه اشتباه مې وکړه، څه پیسې چي مې درلودلي په کور مې مصرف کړي، اوس چې دوه زره څوارلسم را روان دی، پيسي هم په ټکو شوي، او زه يې هم نه لرم، حيران يم چې څه وکړم، کور په هغه بيه خرڅيږي نه چې ما پري مصرف کړی، او ټولي پیسي مې هسي عبث بولم چي مصرف مي کړي.

پرون ورځ يوه تجار راته وويل چې تيره ورځ د کابل نوي ښار کي د لويو تجارانو ځايونو ته ورغلم، هلته مې له پنځو دغه ډول لويو او شتمنو تجارانو سره وليدل، چي اوسمهال يې هم په ګدامونو کې د ۴۰ او ۵۰ لکو ډالرو مواد مو جود دي.

هغوی هم په تشويش کې ښکاره کيدل، چرت وړي وو، هر يوه به راته ويل چې پخوا به مو د ورځي له ۳۰ زره څخه تر ۵۰ زره ډالرو سودا کيدله، اوس د ورځي دوه او یا درې زره ډالر سودا کيږي.

همدغه د دوه زره څوارلسم اوازي په لويو او وړو شتمنو، تجارانو او کورنيو ناوړه اغیز کړی دی، حتی چې په هيواد کې دننه يې د خياط، موچي، سر جوړونکي په کار هم اغيز کړی دی، دوی هم شکايت کوي چي د پخوا په ډول عايد نه لري، او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغه ټول ډالر چي هيواد ته راغلل، يو ناڅاپه ورک شول، اوسمهال چې له هر شتمن او کارکوونکي څخه پوښتنه ؤشي، نو وايې چي قرضداره يم، او پیسي هم نه پيداکيږي، کارو بار هم په ټپه ولاړ دی، حيران يم چې څه وکړم او چيرته ولاړ شم.

ډير شتمن سوداګر له همدې ويرې له هيواد څخه ووتل، چي ډير يې د عربو متحده ايالاتو، دوبۍ، ابوضبۍ او شارجه کې خبل کارونه پېل کړی دي.

يو شمیر افغان سوداګر امريکا، کاناډا، بريتانيا او نورو اروپايې هيوادونو ته ولاړل او هلته يې خپلي شتمنۍ بندي کړي.

ډيره ويره د بهرنيانو  او په حکومت کې دننه د لوړ پوړو چارواکو له خوا د خلکو پر وړاندي ښکاره کيږي، چې عام ولس ددوی دغه ډول بې ځايه ويري او ناسم اټکل نور هم وارخطا کړی دی.

بل لورته د افغان دولت مخالف لوری وسلوال مقاومت بيا دوهزارچهارده ښه شګوڼ بولي، هغوی چې نه خپل کور لري، نه شتمني لري، نه مسترح او ارام ژوند لري، تکليفي او ستونزمن ژوند له هيواد څخه بهر او يا د هيواد په دننه کې په غرونو او دښتونو کې لري، خوشاله دي چي دوه زره څوارلسم ژر راورسيږي او بيرته خپل هيواد ته راشي.

زما په آند پايله داکيدای شي، چي دوهزار چهارده هسي يو ويرونکی خيالي تصور دی چې د بهرنيانو له خوا څخه د خپلو ګټو او خپلو اهدافو ته د رسيدو له امله يې د خلکو اذهان ګډ وډ کړی، او دوهزاره چهارده يې ناليدلې بلا ترسيم کړي ده.


April 13th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات